خبرونهاقتصاد

د کجکي برېښنا بند دویم فاز به ډېر ژر پرانیستل شي

کابل، د چنګاښ ۲۵مه، باختر
د کجکی برېښنا بند د دویم فاز پروژې د کار د بشپړېدو او پرانیستلو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ له اوبو او انرژۍ وزارت څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ناسته په کابل کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملاعبداللطیف منصور او د (ترکي – ۷۷) شرکت د مسئولینو ترمنځ شوې ده.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د یادې پروژې بشپړېدل په هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پرمختګ په لور یو مثبت ګام بللی او د پروژې له ټولو کارکوونکو يې قدرداني کړې ده.
منصور دغه راز، یاده پروژه یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه او د وزارت د پروژو په تطبیق کې د عامه مشارکت له لارې یوه بریالۍ تجربه بللې ده.
د یادونې وړ ده چې د هلمند د کجکي برېښنا بند د دویم فاز پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د (ترکي – ۷۷) شرکت له لوري تطبیق شوې او د دغې پروژې په بشپړېدو سره، د کجکي د برېښنا د تولید په ظرفیت کې ۱۰۰ میګاواټه زیاتوالی راغلی دی.
تر دې وړاندې د کجکي برېښنا بند د تولید ظرفیت ۵۱ میګاواټه و چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره یې د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاوټو ته لوړ شوی دی.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته