خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ترکیې د قوریه لرونکو ټولنو له رییس سره وکتل

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د قوریه لرونکو ټولنو له رییس سردار سیندګ او مرستیالانو سره وکتل.

یاد وزارت ویلي چې دغه سوداګر په ترکيه کې د مثمرو نيالګيو د پالنې په برخه کې کار کوي او غواړي چې په افغانستان کې د سوداګريزو بڼونو د پراختيا او پانګونې او د لوړ حاصل لرونکو قوریو (ترکي بڼونو) د اصلاح او جوړولو په برخه کې هم کار وکړي.

دوی دغه راز ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د غلو دانو په برخه کې هم کار کوي.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مولوي عطاء الله عمري د ترکیې هېواد د قوریه لرونکو ټولنو د رییس او مرستیالانو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته د هېواد د کرنې په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د یادو سوداګرو لېوالتیا وستایله او هغوی ته یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته