خبرونهټولنه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خوست او پکتیکا پر زيانمنو شويو کونیو مرسته وېشي

 کابل، د چنګاښ٣ مه، باختر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په خوست او پکتیکا کې د وروستۍ پيښې د قربانیانو پر کورنیو ۲۵۰۰ ټنه غنم ویشی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې ځپلو پر کورنیو ۲۵۰۰ ټنه غنم وېشي.

د يو بل خبرله مخې؛ د کرنې سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه  یې وکړه چې د لومړنیو مرستو له بشپړېدو وروسته به د دغې پېښې ویجاړې شوې کرنیزې زېربناوې  ورغوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته