خبرونهاقتصادټولنه

د کرنې وزارت معين: ځنګلونه د افغانستان ملي او ستره شتمني ده

– کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين  مولوي صدراعظم چې نورستان ته يي سفر کړى، د دغه ولايت له والي  او نورو مسوولينو سره يې کتلي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت  باختر آژانس ته خبر ورکړ، د دې سفر موخه د مشرتابه  د پيغام رسول او د ځنګلونو د غوڅولو د مخنيوي په خاطر د طرحې او طرزالعمل وړاندې کول بلل شوي دي.

مولوي صدراعظم دغه راز څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت او د کرنې وزارت مشرتابه د هېواد ځنګلونو ساتنې ته ژمن دی او په ورته وخت کې ټول حکومتي مسوولين د اسلامي امارت د امر تطبيقولو ته مکلف دي او خلک هم بايد د هغه اطاعت وکړي.

هغه وويل،  ځنګلونه د افغانستان ملي او ستره شمتني ده او د هغه  په ساتلو کې د هېواد ټول وګړي مسوول دي.

له بله پلوه د نورستان والي  مولوي محمد اغا حکيم په خپلو خبرو کې  ډاډ ورکړى، چې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان تطبيقولو ته چمتو دی.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت له برياليتوب وروسته د لرګيو د قاچاق او د ځنګلونو دغوڅولو د مخنيوي په موخه هڅې شوي، خو د لرګيو يو شمېر صنعتکاران او سوداګر شکايت کوي چې اسلامي امارت له دغو لرګيو څخه د استفادي اجازه نه ورکوي؛ خو د کرنې وزارت  له لرګيو څخه د استفادي او د ځنګلونو د غوڅلو د مخنيوي د طرزالعمل چمتو کولو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې به له خلکو سره سلا مشورې وکړي او ورسته له هغې به تصمیم ونیول شي.

د يادولو وړ ده چې د نورستان ولايت  په هېواد کې  زيات ځنګلونه لري او په دغه ولايت کې  د ځنګلونو مساحت  ٣ ميليونه هکتاره ځمکې ته رسېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته