کابل / د سلواغی / ۷ / باختر
د کرنې وزیرتخار ته په خپل سفر کې ویلي دي چې په هېواد کې د کرنې او مالداری د ودې لپاره بشراو طبیعي کافي منابع شتون لري.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزارت سرپرست شیخ عبدالرحمن راشد چې پرون مازیګرتخارولایت ته ورسېد د ولایت د مشرتابه ، د کرنې ریاست د کارکوونکو ، د بزګرو او بڼوالو د استازو په شتون سره د ولایت د مقام په تالارکې په غونډه کې خبرې وکړې.
د کرنې وزیر وویل : په هېواد کې د کرنې د سکتور د ودې لپاره په کافي توګه طبیعي او بشري منابع شتون لري او ترڅو راتلوونکو کلونوپورې به د کرنې او مالداری د پراختیا او ښه والي په برخه کې زیات بدلونونه رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست د کارکوونکو ، سوډاګرو ، د بزګرانو، بڼوالواو مالدارانو او د تخار د کرنې له سکتورسره د همکاروغیردولتي موسسو د استازو د ستونزو د لرې کولو ، څېړنو اورسېدګي مشکاتوپه خاطرد کتنې او څارنې لپاره راغلی دی.
شیخ راشد په خپلوخبروکې وویل : د کرنې وزارت په پام کې لري د همکاروموسسوپه همکاری سره په تخار ولایت کې د وچو او بایروځمکو د خړوبولو لپاره کوچنی او سترکانالونه جوړکړي.
ع