ټولنه

دکابل پوهنتون رياست ددغه پوهنتون د يو استاد د مړينې خبر ورکړ

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٤ :
په ژورې خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې دهيواد تکړه اوپخوانى استاد پوهندوى وسيع الله سيار وفات شوى دى .
ارواښاد وسيع الله سيار چې په ١٣٥٣هجري لمريزکال کې د ادبياتو او بشري علومو د تاريخ او جغرافيې له څانګې فارغ، په  ١٣٥٣ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت په عالي دارالمعلمين کې د استادۍ دنده پيل او له يو څه مودې وروسته بيا دعدليې وزارت مامور شو. له يوکال وروسته په ١٣٥٨هجري لمريز کال کې بيا په هيوادکې د راپيښو ستونزو له امله دهجرت لاره غوره کړه. په جلاوطنۍ کې هم د ښوونې او روزنې مقدسه دنده پرغاړه درلوده.
په دعوت او جهادپوهنتون کې يې ګڼ شمېر شاګردان وروزل اودغه داستادۍ دندې ته يې په خورا مينې سره دوام ورکړ، ترهغې پورې چې وطن ته راستون شو او دکابل  په پښتو څانګه کې يې خپلې هيوادنى مينې او خدمت ته مټې راونغاړلې. د تدريس ترڅنګ يې ډېر شمېر کتابونه، لکچر نوټونه  او عالي مقالې  وليکلې.
ارواښادپوهندوى وسيع الله سيار آن د ناروغۍ په ورڅوکې هم خپل شاګردان او ټولګى ترک نه کړ.
ارواښاد يو زړه سواندى، مهربانه اوپه هيواد مين شخصيت و. سيارصاحب د ١٣٩٢ کال د ثور د مياشتې په دريمه نيټه وفات شو؛ دکابل پوهنتون لپاره يوه ستره ضايغه ده. د استاد کورنۍ، خپلوانو ، دوستانو او خوږو شاګردانو ته د زړه له کومې د ډاډګيرنې مراتب څرگندوو  او د جميل صبرهيله ورته وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته