خبرونهروغتیا

د کرونا ویروس د دویمې څپې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي

٣٦- کابل / د لیندی ۸ / باختر
د عامې روغتیا وزارت په تېرو٢٤ساعتوکې د کرونا ویروس د ۱۲۱ نوې پېښې د ثبتولوخبرورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټراکمل سمسورد کرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو د حالت په اړه وویل، د تېرې اوونۍ په پرتله د کرونا ویروس د مثبتې پېښې شمېرمخ په زیاتوالی دی د کرونا ویروس د نویو پېښوپه ثبتولوسره په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښوټول شمېر۴۵ زرو۹۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
دغه راز د ۱۲ تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس د قربانیانوشمېر یوزرو۷۵۲ تنوته رسېدلی دی او د روغ شویوکسانوشمېر۳۶ زرو ۶۴۴ تنوته رسېدلی دی.
سمسورپه همدې حال کې په روغتونونوکې په کرونا ویروس د نویو اخته کسانوشمېرمخ په زیاتوالي وباله او ويې ویل: په مرکزاو ولایتونوکې د روغتونونو زیاتره بسترونه د کرونا ویروس له ناروغانو څخه ډګ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند له کورڅخه د باندې د ماسک استفادې ته د ښاریانود نه پاملرنې په اندېښنې سره وویل، څېړنې ښيي چې ٣٠ سلنه ښاریان له ماسک څخه استفاده کوي.
هغه ډاډ ورکړ، په داسې حال کې چې ۹۵ سلنه ښاریان ماسک وکاروي په ټولڼه کې د کرونا ویروس کنترولېږي.
ډاکټرسمسور د هېواد له اوسېدونکوڅخه وغوښتل چې د خپل فردي او ټولنیزمسوولیت په درکولو او د روغتیايي اصولو په رعایتولوسره د خپل او د نورو کسانو ژوند وژغوري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته