خبرونهورزش

د کرکټ تر١٩کلنو کم عمره افغان لوبډله متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

 کابل / د مرغومي ٣ مه / باختر:

د افغانستان د کرکټ  تر١٩کلنو کم عمره لوبډله په اسيايي جام لوبو کې سبا شنبه له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي.

د کرکټ بورد  له خوا د ورکړل شوې مهالويش  له مخې دا لوبه د افغانستان په وخت سهارنهه نيمې بجې پيلېږي.

پرون افغان لوبډلې په دې جام کې خپله لومړنۍ لوبه له پاکستان سره وکړه چې د پاکستان لوبډلې په څلورو ويکټو  وګټله.

دافغانستان تر١٩ کلنو کم عمره لوبډله د١٩ کلنو په اسيايي جام کې درېيمه لوبۀ له هند سره کوي چې راتلوونکي دوشنبې ته پلان شوې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته