ورزش

د کرکټ نړيوال فدراسيون د ٢٠١٩ ميلاد ي کال سيال ټيمونه مشخص کړل

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
د ٢٠١٩ ميلادي کال د نړيوال جام په سياليو کې د لوبغاړو او د سيالو ټيمونو
نوملړ د کرکټ د نړيوال فدراسيون له خوا اعلام شو.
د هېواد د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د باخترآژانس  خبريال ته وويل: ددغه نوملړ له مخې دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم په  بي  ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د روان  ميلادي کال د مارچ  د مياشتې په څلورمه نېټه د اسکاتلند له ټيم سره  او په شپږمه نېټه  د زمبامبوي له ټيم  سره  په اتمه نېټه  د هانکانګ او د همدې مياشتې په لسمه نېټه به په دې ګروپ کې خپله وروستۍ لوبه  له ګټوونکي ټيم سره ترسره کړي.
ددغو سياليو په الف ګروپ کې  دويست انديز  ، هالند ، پي  ان   جي   او د ايرلند له ټيمونو سره  لوبي کوي  چې د ويست انديز  دکرکټ ملي ټيم  د هالند، ايرلند  اوله يوبل ټيم سره  چې تراوسه پورې  نه دى مشخص شوى لوبه کوي.
دافغانستان دکرکټ  فدراسيون  وايي چې تر يوې مياشتې پورې دغه ټيم هم مشخص کېږي.
تر اوس پورې دافغانستان  دکرکټ د ملي ټيم په ګډون   دويست انديز ، زمبابوي  ، ايرلند ، سکاتلند ،. هالند ، پي ان  جي   ا وهانکانګ  ټيمونو د ټاکنې پړاو  ته لاره موندلې ده  اوټاکل شوې ده چې دوه  نور ټيمونه نيمبيا ، کاناډا ، کينيا، عمان ،  او دعربي اماراتو له ټيمونو څخه  وټاکل شي .
د٢٠١٩  ميلادي کال د نړيوال جام  سيالۍ د روان کال د مارچ  د مياشتې له خلورمې  نيټې پيل  او د همدې مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه داتل ټيم له اعلامولو وروسته پاى ته رسيږي.
ديادونې وړ ده  چې ددغو سياليو ګټوونکى ټيم د بريټانيا د ٢٠١٩ کال پنځوسو آوريزو سياليو ته لاره مومي.             پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته