خبرونهاقتصاد

د کشم ولسوالۍ د سياه اب کانال پرانستل شو

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د بدخشان د کشم ولسوالۍ د بلوڅانوپه کلي کې د سياه اب د اوبولګولو د کانال د جوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د بدخشان د کرنې اواوبو لګولو د رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه کانال د دوو کيلومترو په اوږدوالي او دوو مترو په سور سره د اوبو د شلو دروازو په جوړولو سره جوړ شوى دى چې پنځه سوه شل هکتاره ځمکه خړوبوي .
هغه وويل د دغه کانال ترڅنګ ١٣٠ مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال هم د يونس اى دي موسسې په همکارۍ جوړ شوى دى.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته