امنیت

دبشردحقوقو مدافع سازمان : په افغانستان کې کابو ٢٠٠ پټې توقيف خونې شته.

دکورنيو چارو وزارت :     دغه ادعا څيړو
کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
دبشر دحقوقو مدافع سازمان چې  مرکز يې په لندن کې دى ادعاکوي  چې  په افغانستان کې يوشمير ماشومان له وسله والو مخالفينوسره دهمکارۍ په تور په جيلونو کې شپې سبا کوي.
دباخترآژانس خبريال ليکي : د بشر دحقوقو مدافع سازمان په هغه رپوټ کې چې پرون خپور شو ادعا کړې ده چې  افغان امنيتي ځواکونو په سلګونو ماشومان او تنکي ځوانان دتروريستي فعاليتونو په تور نيولي دي.
دغه سازمان ادعا کوي چې په افغانستان کې   کابو دوه سوه پټې توقيف  خونې شته  چې  په هغو کې  يوشمير ماشومان  او تنکي ځوانان له طالبانو سره  دهمکارۍ   او دځانمرګو بريدونو  په تور شپې سبا کوي.
دافغانستان په دفاعي  ، امنيتي او کشفي بنسټونو تور لګول شوى دى  چې  دغه شان توقيف خونې لري .
دغه سازمان ويلي دي چې  په افغانستان کې  دنهه سوه تنو  بنديانو له  جملې څخه  په سلو کې ديارلس يې   له ١٨ کلنۍ څخه ښکته دي .
دغه راز  دماشومانو ځورونه  له  لويانو څخه په سلو کې اووه  زياته  ده .
دبشر دحقوقو مدافع سازمان په دې ترتيب دبنديانو دځورونې ادعا هم  طرحه کړې ده .
دبشر د حقوقو  مدافع سازمان له افغانستان اوله هغو نورو هېوادونو څخه چې ويل کيږي پټې توقيف خونې لري اوپه هغو کې ماشومان او تنکي ځوانان شپې سبا کوي غوښتي دي  چې ددغه شان ماشومانو ملاتړ وکړي اوپه ټولنه کې دهغوى دبيا ادغام زمينه وڅيړي .
دغه ادعا په داسې حال کې طرحه  کيږي چې افغان امنيتي ځواکونو په وار وار هغه تنکي ځوانان پيژندلي او نيولي دي چې دوسله والو طالبانوله خوا دځانمرګو بريدونو په ترسره کولو موظف کړاى شوي و او افغان ځواکونو دهغوى په پيژندنې  اونيولو سره   په  حقيقت کې  دهغوى  ژوند وژغوره.
د بشردحقوقو مدافع سازمان دپټو توقيف خونو دشتون ادعا ټيک په داسې وخت کې طرحه کوي چې طالبان  او داعشيان له ماشومانو او تنکيو ځوانانو  څخه دسرتيرو  ، انساني ډال   او دپټيدو لپاره دوسيلې په توګه استفاده کوي.
داعشيانوپه ننګرهار ولايت کې   دډاراچوونکو فعاليتونو  دلارو  چارو دزده کړې لپاره ماشومانو ته مرکزونه  جوړ کړي و  چې  دافغان ځواکونو له خوا دړې وړې شول   خو دبشر دحقوقو دمدافع سازمان په رپوټ کې دغو مسئلو ته پاملرنه نه ده شوې .
دافغانستان  دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې دبشر دحقوقو دمدافع سازمان درپوت  په باب تحقيق کيږي .
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي  چې ملي پوليس  له ماشومانوسره په خپل چلند کې مسووليت منونکي دي  او که چېرې په توقيف  خونو کې دماشومانو دځورونې او  شتون مسئله مستنده شي  دکورنيو چارو وزارت به اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته