خبرونهورزش

د کلنګار پېروزي ټیم په لوګر کې د پیل شویو سیالیو د اتل ولۍ جام وګاټه

کابل، غوايي ٣١م، باختر

د کوچني اختر د جام  په نامه د واليبال سيالۍ چې۱۶ ورځې مخکې په لوګر کې پيل شوې وې پرون د کلنګار د پيروزي ټيم په اتلوالۍ پاى ته ورسېدې.

د لوګر د سپورټ او بدني روزنې آمر مزمل نعيم زي باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې  د لوګر د واليبال فدراسيون له لوري د لوګر، کابل، ننګرهار او د ميدان وردګو ولايتونو د٢٦ ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې ١٦ ورځې يې دوام وکړ چې د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خيلو لوبډلې او د کلنګار د پيروزي ټيم پايلوبې ته ورسېدل چې په پاى لوبه کې د کلنګار پيروزي ټيم د کتب خېلو محمداغې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام وګاټه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته