ورزش

د کمال خان بند د پرانستلو په هرکلى قندهار د کرکټ د لوبې کوربه دى

کابل / د وري١٠مه / باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د نيمروز د کمال خان بند د پرانستلو د هرکلي په خاطر دوستانه لوبه کوي.
دغه لوبه به د پنجشنبې په ورځ د قندهار په لوبغالي کې ترسره شي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، په دې لوبه کې هم د کرکټ د ملي ټيم غړي د کمال خان بند د جوړونکو او د کمال خان بند د ساتوونکو ټيمونو په نامه سيالۍ وکړي.
د افغانستان د کرکټ بور د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ملي ټيم غړي به د يوې سترې پرمختيايي پروژې په توګه د کمال خان بند د ګټې اخيستنې په خاطر د خوښي په څرګندولو سره په دې سيالۍ کې ګډون وکړي.
د کمال خان بند له پرانيستلو وروسته لومړۍ د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د غړو ترمنځ د دغه شان لوبې کوربه و چې لوبه د کمال خان بند د ساتوونکو د ټيم په ګټه پاۍ ته ورسېده.
په نيمروز کې کمال خان بند له ايران سره په پوله کې جوړ او څو ورځې وړاندې پرانيستل شو.
دغه بند د ٩ ميګاه واټه برېښنا د توليدولو ترڅنګ ١٧٤ زره هکتاره ځمکه هم خړوبېږي
پاى/خديجه اشرفي/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته