اقتصاد

د کمال خان بند د پرانستلو په هرکلى کنفرانس جوړ شو

– کابل /د کب ٣٠مه /باختر
د کمال خان بند د پرانستلو په هرکلى په کندز پوهنتون کې علمي کنفرانس جوړ شو.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې کنفرانس کې برخه والو د کمال خان بند د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغه شان سترو بنسټيزو اوحياتي پروژو تطبيقول يې د افغانستان د خود کفايي په لور مهم ګام وباله.
دغه راز د کندز پوهنتون استادانو د کمال خان بند او د هلمند سيند اقتصادي اوسياسي ارزښت په اړه خپلې علمي مقالې وړاندې کړې .
په دغو مقالو کې د کمال خان بند د ګرځندوي صنعت د ژوندانه د چاپيريال اوکرنې په پراختيا کې ارزښتناک بلل شوى دى او د اوبو ارزښت او د افغانستان په اقتصاد کې د هغه د رول د افغانستان د اوبو او د کمال خان بند د مديريت لپاره د اوبو سياستونه د افغانستان د اوبومديريت اود اسلام له نظره د اوبو د ارزښت په اړه خبرې وشوې .
په دې غونډه کې د کندز د اطلاعاتواوفرهنګ رياست استازي وويل چې د دغه شان سترو حياتي اواقتصادي پروژو تطبيقول د ګرځندوي په صنعت کې هم خاص ارزښت لري .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته