ټولنه

د کندزپه خان آباد کې د نیالګيو د اېښودلو کمپاین پیل شو

– کابل / د سلواغی / ۱۹ / باختر
د کندزولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پرون د نیالګيو د اېښودلو کمپاین پیل شو.
د کندز د خان آباد ولسوال قاري نعمت الله صلاح الدین د باخترآژانس خبریال ته وویل چې ټاکل شوې ده د نیالګي اېښودلو په دغه کمپاین کې په مرکزاو د دغه ولسوالۍ په شاو خواوسيمو کې څه د پاسه ۴۰۰ نیالګي کېنول شي.
د خان آباد ولسوالۍ ښاروال مولوي عبدالکریم بهادر وویل چې دغه نیالګي یې د زهرې خیریه موسسې د ښاروالۍ له ادارې سره مرسته کړې ده.
د خان آباد ولسوال وویل ، ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې څه د پاسه ۸۰۰ نور نیالګي د کندزپه خان آباد ولسوالۍ کې کېنول شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته