خبرونهفرهنګ

د کندز ادبې او فرهنګي ټولنې مشاعره  جوړه کړه

کابل، د غبرګولي٢٩مه، باختر

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ادبي او فرهنګي ټولنې نن په دغه ولايت کې مشاعره جوړه کړه.

په دې مشاعره کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطيع الله روحاني د امر باالمعروف اونهي عن المنکر رئيس مفتي محمدالله آخندزاده او د دغه ولايت شاعرانو، فرهنګيانو، ليکوالانو، ځوانانو او خبريالانو ګډون کړى و.

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطيع الله روحاني باختر آژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هلې ځلې کوي، چې د ځوانانو، روښان اندو، شاعرانو او فرهنګيانو هر اړخيز ملاتړ وکړي چې په دې لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه  ډډه ونه کړي.

د کندز ولايت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئيس مفتي محمدالله آخند زاده په دې غونډه کې  وويل: د امر باالمعروف اونهي عن المنکر  ادارې دنده دا ده چې  خلک  سمې لارې ته را وبلي او د کندز ولايت له ټولو شاعرانو او ليکوالانو يې وغوښتل چې د ټولنې د فرهنګي ودې په برخه کې  د امر باالمعروف او نهي عن المنکر له ادارې سره همکاري وکړي.

په دې مشاعره کې شاعرانو او فرهنګيانو خپل شعرونه ولوستل.

د مشاعرې په پاى کې هغه ستاينليکونه چې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا برابر شوي و، پرشاعرانو او فرهنګيانو ووېشل شول.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته