کابل / د ثور ۱۱ مه / باختر
د کندز والي د دغه ولایت خلکو ته د کوچني اختر په ورځو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د کندز والي ملا نثار احمد نصرت په یوه صوتي پیغام کې د کندز ښاریانو ته د کوچني اختر مبارکي وویله او په دغه ولایت کې یې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د کندز والي په خلکو غږ وکړ چې خپل یووالی وساتي او د هیواد د بیارغونې او عصري کولو په برخه کې د اسلامي امارت له مسوولینو سره همکاري وکړي.
د کندز والي له هغو ځوانانوڅخه چې له هېواده بهرته تښتېدلي دي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
ع