خبرونهټولنه

د کندز د اراضۍ ادارې ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د کب لومړۍ / باختر

د کندز د اراضۍ ادارې ودانۍ پرون د مسوولینو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي باختر آژانس ته وویل چې د کندز د ښارجوړولو او اراضۍ ریاست ودانۍ، د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت له بودجې څخه د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

د کندز والي عبدالستار میرزکوال د یادې ودانۍ د پرانیستلو په وخت کې وویل چې د امنیت په تامین سره د رغونې او بیارغونې پروژې په تطبیق کې به پرمختک راشي او د خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته