کابل، د غوايي ۲۹ مه، باختر
د کندز د کار او ټولنیزو چارو ریاست د جواز د وېشلو له درکه ۹۶۶۵۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د کندز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي احمد شاه حقاني د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ادارې د اسلامي امارت له بریا څخه تر اوسه په دې توانېدلې چې د جواز وېشلو له درکه ۹۶۶۵۰ زره افغانۍ را ټول او بانک ته وسپاري .
د کندز د کاراو ټولنیزو چارو رییس وویل چې دغه ریاست د یو روزنتون مشري کوي چې پکې ۸۶ یتيمان او بې وزله ماشومان پکې ساتل کېږي.
ع