خبرونهاقتصاد

د کندز د کانونو د ریاست عواید زیات شوي دي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د کندز د کانونو د ریاست مسوولینو د دغه ریاست د عوایدو د زیاتوالي یادونه کړې ده.
د کندز د کانونو رییس مولوي سردارمحمد ذاکر باختر آژانس ته وویل چې له یو کال څخه راپدیخواد ظرف شویي او د ساختماني توکو د پلورنې له برخو څخه څه د پاسه ۱۲۲میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې دغه شمېر به په راتلونکو میاشتو کې دوه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې تېرکال په دې موده کې۲میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې وې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته