خبرونهاقتصاد

د کندز سپین زر دولتي شرکت عواید ۴۷ سلنه زیاته شوي دي

 کابل، د زمري ۳ مه، باختر

په تېرو ۱۱ میاشتو کې د کندز سپین زر دولتي شرکت عواید ۴۷ سلنه زیاته شوي دي.

د سپین زر دولتي شرکت د پلان او ستراتیژي آمر محمد اصغر میهن یار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اسلامي امارت په بریا سره په تېرو ۱۱ میاشتو کې د سپین زر له دولتي شرکت څخه ۵۵ میلیونه عواید ترلاسه شوي دي.

میهن یار د سپین زر دولتي شرکت د عواید زیاتوالي دلیل په کارکې د شفافیت، د عمل چټکتیا او د عایداتي منابع فعالیت وباله او ويې ویل، چې دغه عواید د هېواد له مرکز او څو ولایتونو څخه د سپین زر دولتي شرکت د ملکیت له څانګو څخه راټول کړای شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د کندز سپین زر دولتي شرکت په چوکاټ کې د یخ د تولید یوې فابریکې پرون په فعالیت پیل وکړ.

د کندز سپین زر دولتي شرکت د پلان او ستراتیژي آمر محمد اصغر میهن یار وویل، چې د لومړي ځل لپاره په دغه شرکت کې د یخو د تولید یوه فابریکه فعاله شوې ده او په ۲۴ ساعتو کې د یخو ۱۰۰۰ کندې تولید او بازار ته وړاندې کوي.

میهن یار زیاته کړه چې دغه فابریکه د سپین زر دولتي شرکت له عوایدو څخه د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یوه کنده یخ په بازار کې په ۴۵ افغانی پلورل کېږي او په میاشت کې یو میلیونو درې سوه پنځه زره افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته