سیاستخبرونه

د کندز سیمه ییز مسوولین: د دولتي ځمکو له غاصبانو سره جدي چلند کېږي

کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر

په کندز کې د دولتي ځمکو د غصب د څارنې او مخنیوي کمېسیون په دغه ولایت کې د غاصبانو پر وړاندې د جدیت او د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو خبر ورکړ.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کندز د والي مرستیال حشمت الله عرض بیګي چې د یاد کمېسیون مشري په غاړه لري؛ وايي چې دوی د ځمکو د غاصبانو پر وړاندې جدي دي او په دغه ولایت کې له افرادو او اشخاصو څخه غصب شوې دولتي ځمکې بېرته نیول کېږي.

هغه له هغو کسانو څخه چې د دولتي ځمکو پر غصب لاس پوری کړی دی، وغوښتل چې مخکې له دې چې دغه کمېسیون په دولت پورې اړوندې ساحې مستردې او پاکې کړي، غصب شوې ساحې دې تشې او خوشې کړي.

د کندز اوسېدونکو د دولت د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې هېڅ څوک له قانون څخه پورته نه دی او د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دولت پورې اړوندې ټولې ځمکې به له غاصبانو څخه بېرته ونیول شي.

په کندز کې څه ناڅه یو میلیونو ۴۲ زره دولتي ځمکې غصب شوې دي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته