خبرونهورزش

د کندز ورزشکاران وستايل شول

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
د کندز دوه تنه ورزشکاران چې د افغانستان په کچه د فتنس په سياليو کې دويم او دريم مقامونه ګټلي وو، پرون وستايل شول.
د کندز والي ملا نثاراحمد نصرت باختر آژانس ته وويل چې دغو ورزشکارانو په دغو سياليو کې لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو.
نوموړي وويل چې تاسي ځوانان ياست چې د برخليک په ټاکلو کې مثبت ګامونه اخلئ او هغه له ځوانانو په تېره بيا د کندز له ورزشکارانو وغوښتل، چې د ورزش ترڅنګ د خپل هېواد د پرمختګ په لاره کې هم هڅې وکړي. \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته