ټولنه

د کندز ښځو له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلام کړ

کابل /د وږي ١٧مه /باختر
د کندز په سلګونوښځو په يو لآريون کې د اسلامي امارت ملاتړوکړ او د خپلوحقه حقوقو غوښتنه يې وکړه .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه لاريون د کندز د ديني مدرسو او ښوونځيو د سلګونو ښځو په ګډون ترسره شو، د اسلامي امارت په ملاتړ سره يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د زده کړې اوکارکولو د زمينو د برابرولو غوښتنه وکړه.
هغوى وويل: د اسلامي امارت مجاهدينو امريکا ته ماتې ورکړه او اوس په ټول هېواد کې امنيت تامين شوى دى او موږ د اسلامي امارت غوڅ ملاتړ کوو ځکه موږ ته هيڅ رازګواښ نشته .
په کندزکې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون مسوول مطيع الله روحاني وويل چې دغه ښځې له مدرسو او ښوونځيو څخه راټول شوي و او د اسلامي امارت ملاتړاو د اسلام په چوکاټ کې د خپلو حقوقو غوښتنه وکړه .
روحاني دغو ښځو سره ژمنه وکړه چې اسلامي امارت ژمن دى چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقوق تامين کړي اوهغوى ته د زده کړې زمينه برابره کړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته