خبرونهورزش

د کندهار لوبډلې د کرکټ پيل شویو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د کجکي جام تر عنوان لاندې د کرکټ پيل شوې سیالۍ د کندهار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د هلمند په کوربتوب د کندهار او هرات لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د هلمند د کرکټ بورډ مشر جانان فولاد وال وايي چې پایلوبې ته د کندهار او هلمند لوبډلو لاره پيدا کړه. په خبره یې د کندهار لوبډله وتوانېدله چې د هلمند کرکټ لوبډلې ته په پایلوبه کې ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي چې له دغو سیالیو یې ښې تجربې ترلاسه کړې او له مسولینو یې غوښتنه وکړه چې ورته سیالیو جوړولو ته دوام ورکړي، چې له یوې خوا ځوان ورزشکاران تشویق او له بلې خوا يې مهارتونه لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې ورزش ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته