اقتصاد

د کند هار دبريښنا سيستم نوى کېږي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دبريښنا موسسي دشرکت مسوولينو دکندهار ولايت دبريِښنا دسيستم دنوى کولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.

دغه مسوولين دغه راز وايي چې په کندهار کې دبريښنا دزياتوالې  لپاره يې يو لړکارونه يې ترلاس لاندې نيولي دي.

دبريښنا شرکت  رييس عبدالرزاق صمدي کندهار ته  په خپل سفر کې ويلي دي  چې يوه پروژه ترلاس نيول شوې ده  .

په کندهار کې دبريښنا سيستم نوى او په نړيوالو معيارونو يې عيار کړي.

ده پرون دکندهار له  والي سره په يو خبري کنفرانس کې وويل  چې دکندهار دبريښنا  دسيستم نوى کول درې سوه مليونه ډالره لګښت  غواړي . .

صمدي زياته کړه په نږدي  راتلوونکې کې دکندهار دبريښنا دسيستم دنوى کولو کار پيليږي.

دبريښنا موسسي دشرکت رييس دهلمند  دکجکي دبريښنا  بند ددريم توربين دپرانستلو خبر  ورکړ  او زياته يې  کړه چې ددغه توربين په پرانستلو سره به اوولس ميګاواټه  بريښنا توليد شي .

ده زياته کړه په دغه زياتوالې سره به په کندهار کې دبريښنا دکمښت ستونزه لري شي .

دبريښنا  موسسي درياست داټکل له مخې دغه توربين په پنځوسو زرو کورنيو  ته دبريښنا دتامينولو وړتيالري .

صمدي په دي خبري غونډۀ کې دموبايل له لاري دبريښنا دلګښت  دپيسو تحويلولو دسيستم له تطبيق  وروسته کورنۍ کولاي شي  دموبايل له لاري هم دبريښنا خپل بل ترلاسه  اوپيسې يې ورکړي.

دکندهار والي ډاکتر توريالي  ويسا په دغه ولايت کې  دبريښنا کمښت يوه ستره ستونزه وبلله  او ويې ويل  چې په دغه ولايت کې يوشمير خلک بريښنا نه لري  اودبريښنا د کمښت له امله يو شمير فابريکې له کاراوتوليد څخه پاتي دي .

ده له مسوولينو څخه وغوښتل  چې په دغه ولايت کې دبريښنا دکمښت ستونزه حل کړي ترڅو دلسگونو فابريکې اوشرکتونه  چې دبريښنان په نشتوالې کې غيرفعال دي فعال شي   کورني توليدات لوړ اوخلک په کار وګومارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته