کابل، د لیندۍ ۸مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اسپوتنیک خبري سایټ (د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پاکستان کراچۍ بندر څخه د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو د را ازادولو خبر ورکړ) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د پاکستان له کراچۍ بندر څخه د افغان سوداګرو د ترانزیټي مالونو د درې زره کانټینرونو د لېږد بهیر پیل شوی دی.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (: اروپايي ټولنې له پاکستان څخه شړل شویو کډوالو سره د ۱۴۲میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې اروپايي ټولنې له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره له اسلامي امارت سره د ۱۴۲ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.