خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باخترآژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنیک خبري سایټ (اسلامي امارت د امریکايي ځواکونو یوه پوځي چورلکه چې تر خاورو لاندې وه را وایستله ) تر عنوان لاندې لیکلي دي.

د اسپوتنیک د خبر له مخې، د هلمند سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې دغه چورلکه ۱۳ کاله وړاندې تر خارو لاندې ښخه شوې وه اوس روغه ده او د ترمیم لپاره کندهار ته لېږدول شوې ده.

د اطلاعات روز خبري سايټ ( د ایران د کورنیو چارو وزیر: له ویزې پرته افغان کډوال باید بېرته ستانه شي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یو ځل بیا ټینګار کړی هغه افغان کډوال چې په ایران کې میشت دي اود اوسېدو جواز نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته