خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د مرغومي۲۳مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( د اسلامي امارت ویاند د ښځو او نجونو د نیولو په اړه        د یوناما اندیښنه ناسمه وبلله ) ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بدحجابۍ په تور د ځوانو نجونو او ښځو د نیولو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د معاونیت د پلاوي دفتر اندېښنه بې ځایه او ناسمه بللې.

د اطلاعات روز خبري سایټ ( یوه افغان پانګوال غواړي په هېواد کې د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي ) ترعنوان لاندې لېکلي دي.

د “عزيزي” شرکت رییس ميرويس عزيزي په هرات کې د زلزله ځپلیو کورنیو ته د یوه شهرک په پرانیست غونډه کې ویلي، په پام کې ده چې په راتلونکو ۵ کلونو کې په افغانستان کې د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړي.

عزيزي ليکلي، چې د ده د شرکت تخصصي ټيم به د مشورې او د نظر تبادلې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته