کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.
د طلوع نيوز خبري سايټ (د ترانزیټ پرمخ د تورخم تړل کېدل؛ زیانونه زیاتیږي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د تورخم د لارې د بندیدو له امله زیانمن شوي موټر چلوونکي له اسلامي امارت او د پاکستان له موقت حکومت څخه غواړي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( معلولینو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته څه د پاسه ۲۰۰۰ ویلچرونه ورکړل شول ) ترعنوان لاندي ليکلي دي.
د افغان غږ د راپور له مخې یوې خیریه موسسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د ۲ زره ۱۴۰ ویلچرونو مرسته کړې ده.
ټاکل شوې چې دغه ویلچیرونه په کابل او نورو ولایتونو کې پرمستحقو معلولینو ووېشل شي.