خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د سلواغې لومړۍ نیټه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (چین په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

یو شمېر چینايي سوداګر په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (په امریکا کې د سختې یخنۍ له امله لسګونه کسان مړه شوي دي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

په دغه هېواد کې له څو ورځو راهیسې سخته یخنۍ روانه ده او  ژمني توپان لسګونه زره کسان اغېزمن کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکو په وینا د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د ژمي د سړې هوا له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شوي دي.

د اطلاعات روز خبري سایټ (د پاکستان د ګمرک یو چارواکی: ښايي پاکستاني مالونه د تل لپاره افغان بازار له لاسه ورکړي) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي خبرداری ورکړی چې د لارو په بندیدو سره به پاکستاني مالونه “د تل لپاره افغان بازار له لاسه ورکړي” ځکه چې افغان سوداګر هڅه کوي له ایران څخه د اړتیا وړ توکي وارد کړي.

د افغانستان او پاکستان پوله تېره اوونۍ د پاکستان له خوا د موټر چلوونکو لپاره د پاسپورت او ویزې د محدودیتونو له امله تړل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته