خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنیک خبري سایټ (د چین جمهور رئیس د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د چین جمهور رییس د سه شنبې په ورځ  په بیجینګ کې  د اسلامي امارت  د سرپرست حکومت د سفیر او فوق العاده استازي په توګه د اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.

د اسپوتنیک د راپور له مخې، په دغو مراسمو کې د افغان سفیر ترڅنګ د ۴۱ نورو هېوادونو چارواکو هم خپل باورلیکونه د چین جمهور رییس ته وسپارل شول.

د اطلاعات روز خبري سایټ (امریکا: چین باید روښانه کړي چې ایا اسلامي امارت یې په رسمیت پیژندلی او که نه؟ ) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د چین د جمهور رییس له خوا د اسلامي امارت د سفیر د باورلیک د منلو په غبرګون کې ویلي چې بیجینګ باید روښانه کړي چې اسلامي امارت یې په رسمیت پیژندلی او که نه.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (د ملي دفاع سرپرست وزیر د سیمې د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې: اسلامي امارت د دوستانه اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا ته چمتو دی) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد تېره شپه په کابل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر استازو او سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د سیمې هېوادونو د انکشافي پروژو د پیل او بشپړولو په موخه د امنیت تامین او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته