خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
يو شمېرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اسپوتنیک خبري سایټ (په جمهوریت کې اداري فساد له سترو ننګونو څخه و ) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د جمهوریت په دوره کې اداري فساد له سترو ننګونو څخه و او په هغه وخت کې چارواکو په رشوت اختلاس کې لوی لاس درلود.
اسپوتنیک خبر ورکړی چې د اسلامي امارت په راتګ سره پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د ۷۰۰ ښوونځیو خیالي تشکیلات له منځه وړي دي.
د اطلاعات روز خبري سایټ (د اسلامي امارت پلاوي د ایران د جمهور رییس له سلاکار سره په چابهار کې د نمایندګۍ د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره په چابهار کې د اسلامي امارت د نمایندګۍ د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
په دغه کتنه کې ایراني چارواکو له اسلامي امارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته