کابل، د لیندۍ ۲۶مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د افغان غږ(آوا) خبري سايټ (په چمن کې د پاکستان حکومت ته د مظاهره کوونکو ضرب الاجل؛ ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
په چمن کې پاکستاني مظاهره کوونکو د پاکستان حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ویزې پرته د تګ راتګ بندیز لغوه کړي، که نه نو دوی به په لا زیاتو نافرماني لاس پورې کړي.
د طلوع نيوز خبري سايټ ( د اوسپنې پټلۍ اداره: ډېر ژر به د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې د مالونو لېږد پیل شي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ چارواکي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د خواف- هرات د اورګاډي له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد بهیر پیل شي.