خبرونهامنیت

د کورنيو چارو وزارت يو لوړ پوړي پلاوي لغمان ته سفر وکړ

کابل، دغبرګولي٣١مه، باختر

د کورنيو چارو وزارت يو لوړي پلاوي لغمان ولايت ته سفر وکړ.

د دې سفر موخه د حکومتدارۍ او کارموندنې بهیر بیا  ارزونه ښودل شوې ده.

د کورنیوچارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال جلالي چې د دغه پلاوي مشري کوي  د لغمان له ملکي او پوځي مسوولینو سره په ملکي او پوځي برخو کې د استخدام د پروسې، اصلاحاتو او د اوامرو د اطاعت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د عاليقدرامیرالمؤمنین حفظه الله امر ته په اشارې سره وویل  چې د کورنیو چارو وزارت تشکیل تر کار لاندې دي او ډېر ژر به ټول مجاهدین پکې جذب شي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال د پوليسو د يونيفورم د چمتو کولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې ډېر ژر به په ټول هېواد کې د یونیفورم د وېش لړۍ  پيل شي.

هغه وويل، چې د پوليسو د ځانګړي يونيفورم په وېش سره به په امنيتي واحدونو کې          لا زيات نظم رامنځته شي.

مولوي جلالي له مجاهدينو وغوښتل چې له خلکو سره سم چلند وکړي.

د لغمان د والي مرستیال مولوي سعید بنوري د کورنیو چارو وزارت له پلاوي سره       په کتنه کې وويل چې په لغمان کې د حکومتدارۍ بهیر ښه شوی دی.

هغه وویل هڅه کوي چې په ټولو مواردو کې د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله لارښونې تعقیب کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته