امنیت

د کورنيو چارو و زارت اعلاميه

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو و زارت اعلاميــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

د نشه يي تو کو دپلورونکو پرخلاف دمبارزي اودروږد و کسا نو دراټولولو د عا لي کميټې  لو مړ نۍ غونډه د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو د وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه

هغه عا لي کميټه چې د وزيرا نوشورا د ١٣٩٠ کال د مرغومي د مياشتې د نولسمې نيټې له څلويښتمې ګڼې مصو بې سره سم مو ظفه شوې ده چې د نشه يي تو کو له قاچاق وړونکو او پلورونکو سره د هراړخيزې مبارزي اود روږدو کسا نو دراټولولو په مقصد په ټول هيواد کې پراخ کمپاين پيل او عملي يې کړي ، نن غر مه د عا مې روغتياد وزارت دسرپرستې اود کار اوټولنيزو چارو د وزيرې ، د افغانۍسرې مياشتې دټولنې دلو يې رئيسې ، داطلاعاتو اوفرهنګ ، له نشه يي تو کو سره دمبارزي او د کورنيو چارو وزارتونو د معينا نو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې غونډه و کړه .

 د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د  وزيرانو شورا د کورنيو چارو وزارت ته د نده وسپارله چې ددغې شورا دڅلويښتمې ګڼې مصو بې په رڼا کې د بيلا بيلو دولتي مرکزونو په تيره بيا د عا مې روغتيا ، کار اوټولنيزو چارو ، له نشه يي تو کو سره دمبار زي او داطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ، د اردو دروغتيا يي چارو درياست ، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي تو کو سره د مبارزي دچارو د معينيت اود افغا نۍ سرې مياشتې ټولنې د کميټې په ګډون ديوې عالي کميټې په مشرۍ په ټول هيوادکې په نشه يې توکو دروږدو کسانو دراټولولو ، درملنې اوعا دي ژوندا نه ته ددوي د استنولو اود نشه يي تو کو له قاچاق وړونکو سره په جدى تو ګه دمبارزي کمپاين پيل کړي

 ددغې مصو بي له مخې د هيواد د کورنيو چارو وزير هم نن له دغو مرکزونو سره د عا لي کميټې لو مړ نۍ غونډه جوړه کړه او ددغه پراخ کمپاين په تطبيق کې د  کورنيو چارو و زارت د تيارې خبر ورکړ :

 د کورنيو چارو وزارت او اړوندو مرکزونو ژمنه و کړه چې په غوڅه توګه د نشه يي توکو دتوليد، پروسس، ترافيکواوقاچاقو مخه ونيسې اود نشه يي تو کو د عمده اوپرچون پلورونکو په نيولو کې جدى اقدام کوي او له هغو کسا نو سره به چې په دي اړوند نيول کيږي قا نوني اوجدى چلند وشي

ددغې غونډې برخه والو پريکړه و کړه چې د نشه يي تو کو له قاچاق وړونکو سره به چې په عمده او پرچون توګه ددغو تو کو په پلورلو لاس پورې کوي اوځوانان په دغى وژونکى ناروغى اخته کوي د مسوولو مرکزونو او خلکو په همکاري جدى او قا نوني چلند و کړې او په دي برخه کې به له هيڅ را ز هڅو اوها ند څخه ډډه ونه کړې

له بلى خوا د کورنيو چارو د وزير ستر جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ عا لي کميټې وپتييله چې دغه کمپاين د کا بل له بيلا بيلو سيمو څخه پيل اودټول هيواد د ولايتو نو د واليا نو او امنيه قو ماندانانو په همکاري يې عملى کړې اودنتيجې په باب د وزيرا نو   شورا ته رپوټ وړا ندې کړې دغه راز له نشه يي تو کو سره د مبار زي عا لي کميټې له خلکو څخه وغو ښتل چې په نشه يي تو کو روږدو کسا نو ته د سپکاوې  په ستر ګه ونه ګوري ، ددوي د در ملنې او راټولولو په مقصد له دولتي مسوولو مرکزو نو سره همکاري و کړې چې دغه کسان بيا دسالمو افرادو په تو ګه په ټولنه کې مدغم شي اودټولنې فعال غړي شي

 د کورنيو چارو وزير سره له د ي چې له نشه يي تو کو سره مبار زه اودروږدو کسا نو ر اټولول په هيواد کې د تيرو در يو لسيزو بحرا نو نو او له بهرنيو هيوادو نو څخه د سلګو نو تنو روږدو مها جرينو دراستنيدو زيږنده بو لى ، خوټينګار کوي چې ددغې پديدي له منځه وړل اود جرړو ايستل يې کلو نه کلونه وخت نيسې اود خلکو اود ملي اونړيوالو مرکزو نو د پراخ ملا تړ غو شتنه کوي

 په دې کميټه کې پر دغو مواردو پريکړه وشوه

١ له نشه يي تو کو سره دمبارزي د  وزارت په مشرۍ د عا لى کميټې دسکر تريت جوړيدل

٢ په نشه يي تو کو دروږد وکسا نو دراټولولو او پلورو نکو د نيو نى د کميټې ، دروږدو کسا نو ددرملنې دکميټې ، د فرهنګې کميټې اود کار موندلو او ادغام د کميټې په ګډون د کاري کميټو جوړول

 ٣ د چارو د عملي کولو په مقصد په پرله پسي توګه د کميټو ، په سکر تريت اوعا لي کميټې رياست پوري اړوند مرکزو نو دظرفيتو نو د کار دڅرنګوالى درپوټ وړاندې کول .

 د کور نيو چارو وزارت تصميم لري چې د وزيرا نو  شورا دڅلويښتمې ګڼې مصو بي د تحقق او عملى کولو په لاره کې په نه ستړى کيدو نکو هڅو او هاند سره دغه کمپاين عملى او ددغى کر غيړنى پديدي سره مقا بله و کړې اود نشه يي تو کو د ترافيکو اصلي عاملين دقا نون منګولو ته وسپاري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته