ټولنه

د کورنیو او بهرنیو موسسو د سندونو د څېړنې عالی کمیسیون غونډه تر سره شوه

کابل /مرغومي ۳۰مه/باختر
د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو د سندونو د څیړنې عالي کمسیون د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ غونډه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې چې د بهرنیوچارو، مالیې ، عدلیې او د شهیدانو او معلولینو د وزارتونو استازي هم حاضرو د ۸۳ کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو سندونه وڅېړل شول.
دغه راز د سندونو د څېړنې د عالي کمیسیون په غونډه کې د ۱۵ کورنیو غیر دولتي موسسو د بیا فعالیت پیل د دوو بهرنیو او دوو کورنیو غیر دولتي موسسو د نوم د بدلون غوښتنه وکړه او د یوې بهرنۍ غیر دولتي موسسې انحلال او دغه راز د دوو غیر دولتي موسسو ادغامول د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو د ثبت او راجستر کمیسیون د رییس او غړو له خوا تایید شو.
باید وویل شي چې دغه موسسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته