سیاستخبرونهTOP

د کورنیو چارو وزارت؛ سراج الدین حقاني هیڅ هېواد  ته ګواښ نه دی کړی

 کابل/ د سلواغې ٧ / باختر:

د کورنیو چارو وزارت، د الجزیرې ټلویزيون له خوا هغه خپورشوى خبررد کړ چې پکې ويل شوي و د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني پر امريکا يې  د بريد ګواښ کړى و.

د کورنیو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: ” له بده مرغه        یو شمېر رسنیو د دې تحریف شوې مرکې پر بنسټ ویلي، چې که اسلامي امارت په رسميت ونه پېژندل شي، امریکا ته به ګواښونه رامنځته شي.”

په اعلاميه کې ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سره په مرکه کې د امریکا په ګډون د کوم هېواد پرضد د ګواښ لفظ  نه دی کارول شوی.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی: اسلامي امارت له رسنیو څخه غواړي چې د حقیقي ژورنالیزم اصولو ته ژمن پاتې شي.

باید وویل شي چې یو شمېر رسنیو د الجزیرې ټلویزیون په حواله  خبر ورکړى و چې  په هغه کې ويل شوي و، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست  سراج الدین حقاني ګواښ یې کړی دی “که متحده ایالات د دوی حکومت په رسمیت ونه پیژني، دوی به هغه هېواد ته،  ګواښ ته دوام ورکړي.” په داسې حال کې چې حقاني     په خپله مرکه کې يادونه کړې وه،  که امریکا یا نړیواله ټولنه د دوی واکمني په رسمیت ونه پېژني، دوی به هیچا ته ګواښ نه وي.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د دوحې ژمنو ته ژمن دی   او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې نور هېوادونه له افغانستان څخه وګواښل شي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا