اعلامیه

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل / د کب ۸مه / باختر

د کابل درنو ښاريانو !

په کابل ښار کې ستاسې د خونديتوب په موخه تصفیوي عملیات روان دي چې دا عملیات د ګذر له وکیل او د جومات له ملا امام سره په مشوره او د هغوی په حضور کې ترسره کېږي.

که احیاناْ ستاسې کور ته د ګذر د وکیل او ملا امام له حضور پرته څوک د مجاهد په نوم درغلل؛ د کورنیو چارو وزارت د امنیت داخلي قطعې له لاندې شمېرو سره اړیکه ونيسئ.

همدارنګه که له چا سره ناقانونه وسله وي، مخکې له دې چې ورسره ونیول شي، همدې شمېرو ته دې زنګ ووهي او وسله دې ورته وسپاري.

(0798891037 – 0777383832 -0728326014 – 0707231590)

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته