خبرونهامنیتاقتصاد

د کورنیو چارو وزارت  په راکړه ورکړه کې پر بهرنیو اسعارو بندیز ولګاوه

 کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له دې وروسته په معاملو کې بهرنیو اسعارو باندې راکړه ورکړه بنده ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت نن د یوې ابلاغیې په خپرولو سره ویلي دي، ( د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې له مخې د ځمکې، کور، هټۍ، مارکیټ، سرای، اپارتمان، وسایلو او وسایطو پیرودنه او پلورنه او د کرايي او ګروۍ معاملې په بهرنیو اسعارو په بشپړ ډول منع دي.

د کورنیو چارو وزارت د کابینې د پرېکړې د تطبیق په مقصد د ولایتونو ټولو امنیه قوماندانیو او کشفي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د دغو مواردو په جدي او دوامدار ډول څارنه او مخنیوی وکړي.

په ابلاغیه کې ویل شوي، چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره د شریعت او قانون له مخې جدي چلند وشي.

باید وویل شي، چې افغانۍ زموږ ملي هویت دی او د هغه ساتنه د افغانانو ملي وجیبه ده. له همدې امله د افغانستان بانک تل له هېوادوالو غوښتي دي، چې په خپلو معاملو کې له افغانیو پیسو استفاده وکړي؛ ځکه دغه کار د پولي ثبات او د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو سبب کېږي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته