خبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزیر: اسلامي امارت د بهرنیو سازمانو د امنیت خوندیتوب ته ژمن دی

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د م.م د سرمنشي له ځانګړې استازې دېبورا لاینز سره وکتل.
په دې کتنه کې دېبورا لاینز د م.م د کارکوونکو د امنیت او همدا رنګه د کورنیو چارو وزارت له هر اړخيزې همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه.
اغلې لاینز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه ترسره شوې غونډې خورا مثبتې وګڼلې او څرګنده یې کړه،چې ډیری هېوادونه له اسلامي امارت سره همکارۍ ته لېواله دي.
د م.م ځانګړې استازې وویل: افغانستان اوس د ټولو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. هغې ژمنه وکړه، چې د بشري مرستو، بهرنیو ملاتړ کوونکو راجلبولو او همدا رنګه د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي اړوند همکارۍ او ګډ کار ته به دوام ورکوي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له آغلې لاینز مننه وکړه چې د ملګرو ملتونو اړوند غونډو کې یې د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړی او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامې امارت د بهرنیو سازمانونو د امنیت خوندېتوب ته ژمن دی او له نړۍ سره سوله ییز ژوند او اړېکې غواړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته