سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزیر: بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د افغانستان علمي مرکزونه کمزوري کړي

 کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي چې اسلامي امارت ولس ته د امن او ازادۍ پيغام راوړی، امن او ازادي ښوونیز بنسټونه پياوړي کوي خو بهرنۍ کړۍ غواړي چې د افغانستان علمي مرکزونه کمزوري کړي.

دغه څرګندونې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د شیخ زاید پوهنتون له استادانو او زده کړیالانو سره نن په کتنه کې وکړې.

‎ښاغلي حقاني د یاد پوهنتون له زده کړیالانو غوښتي چې په اخلاص سره د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

هغه زیاته کړې چې  بهرنۍ کړۍ شر خوښوي او غواړي چې د افغانستان تعلیمي او علمي مرکزونه کمزوري کړي، د علمي کادرونو ترمنځ نفاق واچوي، خو اسلامي امارت او افغانان باید متوجه واوسي او له هر څه وړاندې اسلامي او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه وویل چې د هېواد نوی او راتلونکی نسل باید په ملي او اسلامي روحیه وروزل شي او چاته اجازه ور نه کړل شي، چې تعلیمي مرکزونو ته ورانکاري خلک ننباسي او د هېواد ارزښتمن بنسټونه وګواښي.

ښاغلي حقاني محصلانو ته په خطاب کې وویل چې له سیاست ځان خبر کړئ، خو د بل چا د سیاست لپاره ځان مه استخداموئ، ځکه پوهنتون د جنګ نه بلکې د علم ډګر دی.

د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د شیخ زاید پوهنتون مسوولینو او محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې د برېښنا، کتابتون او د ودانیو ستونزې به یې حل شي. هغه زیاته کړه، هغه محصلان چې له پوهنتون څخه فارغېږي، دوی ته به په اړوندو برخو کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

ښاغلي حقاني وویل چې ښوونځی او مدرسه دوه مهم بنسټونه دي او د دوی ترمنځ هېڅ توپیر نشته او په دواړو کې د هېواد بچیان په اسلامي او ملي روحیه روزل کېږي.

هغه وویل چې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ نږدېوالی د ټول ملت په خیر دی او دوی به دا نږدیوالی رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د خوست مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د کورنیو چارو له وزیر مننه وکړه چې د خلکو ستونزو ته رسیده ګي کوي. هغه د کورنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې له خلکو به خپله همکاري ونه سپموي.

د شېخ زاید پوهنتون په استازیتوب د شریعاتو پوهنځي رئیس استاد ولید د دغه پوهنتون لاسته راوړنې د کورنیو چارو له وزیر سره شریکې کړې او خپل وړاندیزونه یې هم له وزیر سره شریک کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د پوهنتون او ښوونځي زده کړیالانو یوې ولسي غونډې ته په وينا کې ویلي و چې اسلامي امارت په عمل کې ثابته کړه چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دى او د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو د پاللو ظرفيت لري.

ښاغلي حقاني ویلي و چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېواله دى او افغانستان به هېڅکله نورې نړۍ ته د ګواښ ادرس ونه اوسي. هغه د افغانستان د نهو ميلياردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ پر ژر تر ژره ازادېدو هم ټينګار کړی و او د دې بنديز دوام يې ناعادلانه پرېکړه بللې وه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته