سیاستخبرونهامنیتTOP

د کورنیو چارو وزیر د مجمع الفقه الاسلامیه نړېوالې ټولنې له مشر سره وکتل

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د مجمع الفقه الاسلامیة نړيوالې ټولنې له مشر او استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې علماء پر اسلامي امت باندې د الله تعالی رحمت دی او د عالمانو وحدت، همغږي او هدایات د امت دنیوي او اخروي ستونزې له منځه وړي.
خلیفه وویل چې د الله تعالی ستر نعمت امن دی او امن د ټولو پرمختګونو اساس دی چې الحمدلله دا مهال افغانستان ترې برخمن دی. په خبره یې، هغه مشکلات به د علماءکرامو د مجلسونو او توصیو په برکت حل شي چې دا مهال افغانستان ورسره مخ دی.
د یادې ټولنې استازو د اسلامي امارت له تود هرکلي او مېلمه پالني مننه وکړه او په پکتیکا ولایت کې یې د تيري شپې د زلزلې د قربانیانو تعزیت وړاندې کړ او د نظام د استحکام لپاره یې له خلیفه سره خپلې مشورې شریکې کړې. هغوی ژمنه وکړه چې خپلو مشرانو او هیوادونو ته به د اسلامي امارت واقعي تصوير وړاندې کوي او د افغانستان د پرمختګ لپاره به خپلي همکارۍ نه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته