امنیت

٧ وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
په زابل کې  په هوايي بريد کې ٧ وسله طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه دصفا ښار په ولسوالۍ  کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت وو .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دوسله والو طالبانو يوسيمه ييز قوماندان له څلورو افرادو سره يې ووژل شول
هغه وويل چې وژل شوي طالبانو په زابل کې په لسګونو مرګانيو ډار اچوونکو برېدونوکې لاس درلود
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  دزابل پوليسو له ګڼ مېشتو لارو څخه دشپږو ماينونو په کشفولو سره ديولړچاودنو مخه ونيوله .
وسله   وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو عاملين بلل شوي دي .
ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته