سیاستخبرونه

‏د کورنیو چارو وزیر: په افغانستان کې امن د چین او سیمې لپاره امن دی

کابل / د وري ۴ مه / باختر
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ګاونډي هېواد چین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ يي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي حقاني وویل چې ‏چین په تېره شل کلنه دوره کې د یو ښه ګاونډي په توګه بې پرې موقف درلود او دا چې په اوسني وضعیت کې یې چارواکي افغانستان ته راځي، اسلامي امارت ترې مننه کوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې، افغانستان په یوه ابتدايي مرحله کې شتون لري او د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري، په وینا یې، په افغانستان کې امن د چین او سیمي لپاره امن دی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې هغه تړون ته ژمن دی چې افغانستان به چا ته تهدید نه وي.
په همدې حال کې ښاغلي وانګ يي خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې چین به له افغانستان سره ملګرتیا مخې ته وړي او د سیاسي اعتماد جوړونې لپاره به هڅې کوي. په خبره یې چین غواړي چې دواړه هیوادونه ښه راتلونکی ولري او هیواد به یې د افغانستان اړتیاوو ته پاملرنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته