سیاست

پيغام

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
دروژې دمبارکې مياشتې په مناسبت داحمد ضيا مسعود پيغام .
دخداى ( ج ) دميلمستيا  دمياشتې درارسيدو له امله تاسو مومنو او خداى پالو مسلمانانو ته مبارکي وايم .
دغه مبارکه مياشت ، سربيره پردې چې دنفس دتذکيې  او ځان جوړولو لپاره ښه فرصت دى مسلمانانو ته دستونزو په وړاندې استقامت  او زغم او په ارزښتونو او له نورو  سره دهمکارۍ داصولو دژمنې درس هم ورزده کوي .
دغه راز دغه مياشت دسولې او دوستۍ مياشت او له تاوتريخوالي او ناوړه چلند څخه ډډې کولو مياشت ده .
  هيله لرم چې  په دې مياشت کې داخلاقي فضايلو او نيکو کارونو په ترسره کولو اوله بديو څخه په لرې والي سره دلوى خداى ( ج ) مهرباني اوبخښنه په خپل حال کې شامله کړو او دټولنې دپرمختګ او ترقۍ په لاره کې ګام واخلو .
دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه هيله لرم چې دخير اوبرکت او دسولې او فضيلت په دې مياشت کې ټولو ته توفيق ورکړي چې ښه کردار او شفقت او له اړوکسانو سره مرسته دخپلو عملونولارښود وګرځوو .
هيله کوم چې په دې مبارکه مياشت کې بډايان له اړوکسانو سره مرسته وکړي او زموږ خلک له تاوتريخوالي او جګړې څخه په خلاصه  فضا کې ژوند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته