خبرونهفرهنګ

د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ناړۍ کې د لنډي سیند مشاعره جوړه کړه

 کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر

د کونړ په په ناړۍ ولسوالۍ کې د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست په همکارۍ د یادې ولسوالۍ ځوانانو او ولسوال د لنډي سیند مشاعره جوړه کړه.

په یاده مشاعره کې،  لسګونو  قومي مشرانو، شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو.

د ناړۍ ولسوال دناړي ولسوال محمد ظاهر خاک دوست مشاعرۍ ته په پرانیستونکې وینا کې د مشاعري پر جوړېدو خوښي څرکنده کړه.

هغه وویل، د شکر ځای دی چې وروسته له شلو کلونو په یوه ډاډمنه او آرامه فضا کې په یوه ادبي، فرهنګي او هنري مشاعره کې ګډون کوي.

خاک دوست غوښتنه وکړه چې  شاعران او لیکوالان باید د قلم په ژبه ناخوالي راوسپړي او د ټولني په اصلاح او سمون کي رغنده رول ولوبوي.

د ده په خبره جګړه او نا امني د هېواد د پرمختګ او ترقۍ مخه نیسي او د ولسونو هیلې مړاوي کوي او دوی به هڅه وکړي چې  دا ډول ناستې او مشاعرې نورې جوړې کړي.

د ځوانانو په استازیتوب یو تن وویل، چې ورته مشاعرې نه یوازې یو فرهنګي حرکت دی بلکې شاعران کولای شي د افغانستان د جوړلو لپاره د شعر په ژبه ښې او ګټورې طرحې وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د ناړۍ امنیه قومندان حاجي عبدالجبار له ځوانانو او ولسونو وغوښتل چې د اسلامي امارت ملا وروتړي، د بې ځایه تبلیغاتو مخه ونیسي او د شعر په ژبه خلکو ته حقیقتونه روښانه کړي.

له ویناوو وروسته مشاعره پيل شوه، چې په کې ګڼو شاعرانو د حماسي شعرونو ترڅنګ، طنزيه او د ترنم په ژبه د کونړ سیند ته ځانګړي شعرونه ولوستل او د حق او عدالت په نامه تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه.

د مشاعرې ارزونه د کونړ د فرهنګ او ګرځندوی امرحشمت الله ژمن وکړه او زیاته یې کړه چې ورته فرهنګي او ادبي ناستې او مشاعرې به ځوانان  وهڅوي چې دې برخي ته لا ډير کار وکړي.

هغه شاعران او لیکوالان د ټولنې لارښوونکي او سترګې وبلل او ویې ویل چې شاعرانو او لیکوالانو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د مجاهد اوبیچاره ولس اواز او ستونزي  د شعر او قلم په ژبه د چارواکو ترغوږو رسولې او خپل مسولیت یې په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړی دی.

ژمن وویل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به دا ډول مشاعرې اوناستې لا پراخې کړي او نورو ولسوالیو کې به هم د ورته مشاعرو تابیا ونیسي او د ځوانانو ادبي تنده به  خړوب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره هم د اطلاعات اوفرهنک ریاست جوړه کړې وه.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته