ټولنه

د کونړ د عمرا خان لېسې زده کوونکي: په ټول ټولګي کې درې کتابونه لرو

کونړ باختر د مرغومې ۲۵ مه
د کونړ ولایت زده کوونکي د درسي کتابونه له نشتون څخه سرټکوي، دوی وايي چې په ټولګي کې درې کتابونه لري چې د لوست پر وخت یو له ښوونکي سره وي او دوو نورو ته د ټولګي ټول شاګردان په ګډه راټولېږي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم یاده ستونزه مني او زیاتوي چې دلسم،۱۱ او ۱۲ ټولګیو درسي کتابونه يې پوره دي، خو د لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې د کتابونو د نشتون له امله له زیاتو ستونزه سره مخ دي.
د باختر اژانس سیمه یېزخبریال په کونړ کې د پوهنې ریاست ته ورغلی او په دې برخه کې یې د یاد ریاست له تدریسي مرستیال استاد عبدالقهار اخوند زاده سره ځانګړې مرکه کړې.
مرستیال وايي چې اوسمهال په کونړ ولایت کې ۵۱۹ تعلیمې ادارې موجودې دي چې پکې ۱۶۳ زره ۹۵۱ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
اخوند زاده زیاتوي: د یادو تعلیمي ادارو له جملې څخه ۲۵۱ يې لومړني او ۱۰۳يې منځني ښوونځي او ۹۰ لېسې دي چې په لیسو کې ۲۵ لیسې بیا د نجونو دي.
تدریسي مرستیال وايي چې په دې وروستیوکې په دغه ولایت کې زیات شمېر خصوصي ادارو هم د ښوونې په برخه کې خدمات پیل کړي دي.
هغه زیاتوي چې دا مهال په  کونړ کې  ټولټال ۹ خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې پنځه يې لومړني او ۴ يې منځني ښوونځي دي.
د اخوندزاده په وینا: اوس د پخوا په څېر د دیني زده کړو لپاره زده کوونکي بهرنیو هېوادونو ته هم نه ځي، ځکه په دغه ولایت کې د عصري علومو ترڅنګ ۳۷ دیني مدرسې، ۴ دارالحفاظ او درې دار العلوم هم فعالیت کوي.
تدریسي مرستیال وايي: د دې سربېره دوه خصوصي مدرسې، لس مسلکي او تخنیکي لېسې، دوه دارالمعلیمن چې اته یې حمایوي څانګې دي هم  په دغه ولایت کې فعال دي.
هغه وايي: په دغو تعلیمې مرکزونو کې۱۶۳ زره ۹۵۱ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې په دغه شمېر کې۵۹ زره ۸۵۰ يې نجونې او نور یې هلکان دي.
د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د تعلیمي ادارو د ودانیو د نشتون په برخه کې هم په یو شمېر ستونزو راسره غږېدلی.
اخوندزاده وايي: په دغه ولایت کې یواځې ۲۰۰ تعلیمي مرکزونه ودانۍ لري، خو هغه هم د زده کوونکو اوسني شمېر ته ځواب نشي ورکولی او زیاتره زده کوونکي په آزاده فضا کې په سپیرو خاورو کې په زده کړو بوخت دي .
دا چې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د ښځینه ښوونکو د نشتوالي له امله ګڼې ستونزې موجودې دي، کونړ هم یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د ښځینه ښوونکو د نشتون له امله زیاتې کورنۍ خپلو  لوڼو ته اجازه  نه ورکوي چې ښوونځيو ته لاړې شي.
د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وايي چې د ښځینه ښوونکو د کمښت پوره کولو لپاره یې حق الزحميي ښوونکې په دنده ګومارلي دي.
هغه زیاتوي: که چیرې ښځینه ښوونکو ته امتیازي معاشونه ورکړل شي، نو دوی  به وکولای شی چې په کومو ځایونو کې چې ښځینه ښوونکي نشته له نورو ځایونو به يې هلته ولیږي او مشکل به حل شي .
کله چې د پوهنې له مرستیال څخه وپوښتل شول چې د زده کوونکو د زده کړې کچه کمزورې ده او د کورنۍ مشران یې شکایت کوي .
هغه په ځواب کې وویل: په یو شمېر ځایونو کې لا اوس هم امنیت نشته او کله نا کله پکې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمننځ جګړې رامنځ ته کېږي، نو د همدې له امله ښوونکي اړ کېږي چې زده کوونکي رخصت کړي او درسونه يې په نمايي کې پاتې شي .
دا چې  په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو تړل کېدل او  یا هم نشتون کومه نوې خبره نه ده، کونړ هم هغه ولایت دی چې د ډیورنډ فرضې کرښې سره نږدې پرتو سیمو باندې د پاکستانیو ځواکونو د توپچې بریدونو له امله خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
مرستیال وايي چې د يورڼد فرضي کرښې ته له نږدې سیمو څخه د خلکو د کوچیدو له امله  پنځه ښونځي بند دي .خو هر ځای کې چې بې ځایه شوې کورنۍ میشتې شوي هم هلته يې ماشومان ښونځیو کې داخل شوي او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي .
اخونزاده وايي : د لسم،۱۱ او ۱۲ ټولګیو درسي کتابونه يې پوره دي، خو د لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې کتابونو کې زیاتې ستونزې شتون لرې، د ده په وینا یو شمېر کتابونه ورته رسیدلي، خو هغه هم ټولو شاګردانو ته بسنه  نه کوي .
په ورته وخت کې د کونړ د عمرا خان لیسې د اتم ټولګي زده کوونکی محمد اجمل وايي :په ټول ټولګي کې دوه دري کتابونه موجود دي چې کله  د کوم مضمون ساعت وي، نو یو کتاب ښونکی واخلي او په پاتې کتابونو ټول زده کوونکي راټول شي ،چې همدې ستونزې يې درسي بهیر کمزوری کړی .
د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر خان پاچا وايي : ولسونو حکومت ته د ښونځیو جوړولو لپاره په جریبونو ځمکې په واک کې ورکړې، خو حکومت تراوسه پرې د ودانیو د جوړولو کار نه دی پیل کړی، تل ورسره ژمنې شوي، خو عملي شوي نه دي.
قومي مشر زیاتوي چې د ژمنو نه عملي کیدل د دې لامل شوي چې  دوی د حکومتي مسولینو په ژمنو او خبرو بې باوره کړي .
یو تن دینې عالم مولوي نجیب الله حقیار وايي : له حکومت پدې منندوي دی چې په کور دننه يې ورته دینې مدرسې جوړې کړې.
هغه وايي: پخوا به د دینې زده کړو مینه وال پاکستان ته تلل ،هلته به يې اکثرو ته د افغانستان د حکومت او خلکو خلاف روحیه   ورکول کیدله  اوبیا به د هم هغې مخالفې روحیی  سره افغانستان ته رالیږل کیدل چې دافغانانو دځورولو او هیواد ورانونې سبب به کیده.
دیني عالم وايي: د دیني زده کړو شاګردانو ته اوس په وطن کې دننه د خپلو دیني عالمانو له خوا درس ورکول کیږي، چې ورسره په کونړ کې د خلکو په زړونو کې خپل وطن او حکومت سره مینه زیاته شوې ،فاصلې لنډې شوې او امنیت ښه شوی دی .
که څه هم په دې  وروستیو کې  د افغان دولت له لوري د زده کړو  په برخه کې ډېر کار شوی، خو خلک لا هم له حکومت غواړي چې د دیني او عصري تعلیم د عامولو او د ښه والي په برخه کې نورې هڅې هم وکړي ،څو ځوانانو او ماشومانو ته په کور دننه د ښو زده کړو د حاصلولو زمینه برابره شي .
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته