خبرونهاقتصاد

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې عواید زیات شوي دي

 کابل/ د وري ۱۷ مه/ باختر

د خوست د سوداګری او صنايعو خونې مشر وايي چې د خصوصي سکتور دغې ادارې وروستيو شپږو مياشتو کې د تېرو اتلسو کلونو هومره عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

د سوداګرۍ خونې مشر نواب اميرزي باختر اژانس ته وويل دغه عوايد يې د هغو سوداګريزو مالونو له درکه راټول کړي، چې د غلام خان بندر له لارې خيبر پښتونخوا او پاکستان ته صادر شوي دي.

د نوموړي په وینا، په تېرو شپږو مياشتو کې يې د صادراتو له درکه شاوخوا لس ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته جمع کړي، چې د دغې ادارې د تېرو ۱۸ کلونو عوايدو سره برابر دي.

نواب اميرزي وويل که څه هم په صادراتو کې د پام وړ زياتوالی نه دی راغلی، خو په ګمرکي سيستم کې د شفافيت رامنځته کېدل هغه څه دي چې له امله یې د دوی عوايد د پام وړ لوړ شوي دي.

نوموړي  زياته کړه، ټول هغه توکي چې بهر ته صادرېږي د سوداګرۍ او صنايعو خونې سند بايد ولري، خو په تېرو ۱۸ کلونو کې زياتره سوداګريز مالونه په ځانګړي ډول د ډبرو سکاره د غلام خان بندر له لارې پرته  له ياد سند څخه پاکستان ته صادر شوي دي.

هغه زياته کړه چې په اوسنيو شرايطو کې د بل هر وخت په پرتله صادراتو ته ښه زمينه برابر شوې ده؛ خو که د هېواد بانکي سيستم د پخوا په څېر په نړيوالو معيارونو برابر شي، په سوداګرۍ کې به ډېر ژر پراختيا رامنځته شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته