کابل، غبرګولی ۱۵ مه، باختر
د کونړ مستوفیت په تېرو ۷ میاشتو کې لسګونه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
دغه عواید د مختلفو اصنافو د مالیاتو، قرادادونو د راټولولو او د دولتي کارکوونکو له معاشونو څخه ترلاسه شوي دي.
د کونړ مستوفي مفتي محمد رحیم ندیم باختر آژانس ته وويل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې يې ۱۳۲ میليونه ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د مالياتو د راټولولو لپاره د فساد او ظرفيتونو نشتوالى د دې لامل شوى، چې دولت ډېرې پيسې ترلاسه کړي.
د کونړ مستوفیت د مسوولینو د څرګندونو له مخې ، د دغه ولایت عواید مرکزي بانک ته سپارل شوي دي.
ع